خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

تبصره

 کابل/ د سلواغې ٢١ / باختر:

متحده ایالات په سیمه کې د خپل نفوذ او واک د ټینګولو په لټه کې دى،  داعش یا القاعده په مرکزي او جنوبي اسیا کې د دغه هیواد او د هغې د متحدینو د حضور  د توجیه کولو  لپاره  نوم او  یوه پلمه ده.

د باخترآژانس مفسر ليکي؛ د امریکا جمهوررييس جوبايډن د قطرد مرکزي قوماندانۍ د پوست لپاره جنرال مایکل کوریلا نومولی دی، هغه د جنراب مکنزي ځای نیسي، چې درې کاله يې په دې منصب کې کار کړى، مکنزي او مایکل کوریلا  دواړه په افغانستان کې کاري تجربه لري.

د پوځ دغې لوړې څوکۍ ته د رسېدو لپاره جنرال مایکل کوریلا دې ته اړتيا لري چې د مشرانو جرګې رایې لاسه کړي، هغه چې د ياد مجلس د تسليحاتي خدمتونو په کمېټه کې په افغانستان کې د القاعده او د داعش ډلې د بيا را ژوندي  کېدو  په اړه خبرې وکړې چې د افغانستان له اوسني وضعيت سره هيڅ مطابقت نلري.

له دې خبرو څخه داسې جوتيداى شي چې د دغه امريکايي جنرال  توجه بل لور ته      ده ،هغه په ​​خپلو خبرو کې په څرګنده ويلى دى چې چين د يوه ځواک په توګه راڅرګندېږي. هغه ګډې ګټې چې د امريکا پروړاندې درېدل دي، بیجینګ او مسکو له یو بل سره نږدې کوي او د واشنګټن ګټې  ايجابوي چې خپل نفوذ او واک وساتي او په ډاګه يې ويلي چې هغه غواړي د چین او روسیې ګواښونو ته پام وکړي.

د امریکا د استخباراتو له نظره چین په متحده عربي اماراتو کې د پوځي اډې             د جوړولو په لټه کې دی،  په داسې حال کې چې د مصر، ایران او حتی سعودي عربستان په څېر هېوادونه له روسیې څخه د پوځي او اقتصادي مرستو د جلبولو هڅه کوي، او روسیه لا هم د پخواني شوروي اتحاد هیوادونه د خپلې امنیتي حوزې په توګه ګڼي او ناټو او نورو هیوادونو ته به اجازه ورنکړي، چې له دې لارې نږدې شي.

په اوکراین کې د ناټو د برنامو په اړه د روسیې حساسیت او یا هم په افغانستان کې  د امریکا  څو کلن حضور چې له پخواني شوروي اتحاد سره پوله لري،  په ښکاره ډول، په داسې حالت کې، جنرال کوریلا دنده لري چې په سیمه کې د چین او روسیې   د مخ پر ودې نفوذ  مخه ونیسي.

دا په دې مانا ده چې امریکا د خپلو دوو ځواکمنو سیالانو د نفوذ د مخنیوي لپاره باید د دوو سیالو هېوادونو په شاوخوا کې خپل حضور ته دوام  ورکړي او د دغه ډول حضور د دوام لپاره یو دلیل ته اړتیا لري چې توجیه یې کړي.

خو د افغانستان د خلکو پیغام روښانه دی، دا هېواد د نیابتي جګړو سرچینه او ځای  نه شي کېدای او افغانان متعصبو کسانو ته اجازه نه ورکوي چې خپل ناخوښ او حساس موجودیت په ناغوښتلو ټکو او دلایلو سره توجیه کړي  چې اکثره یې د استخباراتي کړیو له خوا جوړ شوي دي.

داعش یا القاعده له ځانه جوړ شوي نومونه دي  چې په يوه پلمه د امريکا د مداخلي او پروګرامونو لپاره د يو ادرس په توګه وکارول شي او توجيه شي په داسي حال کې چې په افغانستان کې هيڅ بهرنى جګړه مار شتون نلري او اسلامي امارت هم د دغه شان کار اجازه نه ورکوي.

ښه به دا وي چې امريکايي تيوري سنان د افغانستان پر وړاندې  د تورونو د لګولو پرځاى په دغه هېواد کې واقعيتونو ته غاړه کېږدي او له مداخلې لاس واخلي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته