خبرونهټولنه

بامیانو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۸ تنه ټپیان شوي

کابل, د مرغومې ۱۷ مه, باختر
د بامیانو د امنیې قومندانۍ مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۸ تنه ټپیان شوي دي.
د بامیانو د امنیې قومندانۍ ویاند محمد خواني رسا د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت په مرکز کې د دوو کرولا موټرو د ټکر په پایله کې ۸ تنه ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړه، چې د پېښې ټپیان د یاد ولایت مرکزي روغتون ته لېږدول شوي او د ټپیان روغتیایي حالت نازک ښودل شوی دی.
د پېښې علت د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته