خبرونهامنیت

ایران ته د څه باندې یو میلیون ریال پیسو د قاچاق مخه ونیول شوه

کابل، د سلواغې ۲۰مه، باختر
په هرات کې د ٢٠٧ الفاروق قول اردو د پنځمې سرحدي لوا ځواکونو ایران ته د یو میلیون او ۱۰۰ زره ریال پیسو د قاچاق مخه نیولې ده.
د دغه ولایت د امنیتي چارواکو په وینا د اسلام قلعه پر سرحد دوو کسانو غوښتل چې ایران ته یو میلیون او ۱۰۰ زره ريال پيسي قاچاق واړوي مخنیوی یې کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ٢٠٧ الفاروق قول اردو پنځمې سرحدي لوا ځواکونو تردې وړاندې هم څو ځله ایران ته د نشه یي توکو، څارويو او اسعارو د قاچاق مخنیوي کړی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته