د ايران يو جګپوړي پوځي مقام ويلي دي که چيري د ا مريکا متحده ايالات او اسرائيل پردغه هيواد بريد وکړي ، دده هيواد به په ترکيه کې د ناټو دراکټي دفاع پرتاسيساتو بريد وکړي.
دباختر اطلاعاتي اژانس د ايران د نيمه رسمي ا ژانس دخبر له مخې ويلي دي دغه خبر داري د امريکا او اسرائيلو دورځ په ورځ زيا تيدونکو ګواښونو په وړاندې د ايران د نوى دفاعي استراتيژي يوه برخه ده .
امريکا او متحدين يې د ايران په اټومي پروګرام شک لري چې ښايې دغه هيواد په پټه توګه اټومي وسلو ته د لاسبري لپاره هڅه وکړي.
په عين حال کې اسرائيلو د ايران پر اټومي تاسيساتو د احتمالي بريد خبرداري ورکړي دي.
ايران تل ويلي دي چې اټومي پروګرام يې سوله ييز هدفونه لري