ض باد د وږي ۱۷ باختر
اووه وسله وال طالبان په نسى او خواهان په ولسوالیو کې له پوځیانو سره یوځای شول .
د بدخشان د امنیې قواندانۍ ویاند ثنا الله روحاني د باختر اژانس خبریال ته وویل چې دغه طالبان د نسى او خواهان په ولسوالیو کې د دولت د ریشتین والۍ په پوهېدو سره له تاوتریخوالي لاس واخیست او امنیتي ځواکونو سره یوځای شول .
روحاني وویل چې یوځای شویو طالبانو په سولې ژمنه وکړه چې نور به په تروریستي فعالیتونو لاس پورې نه کوي او عادی زوند ته به راګرځي .
ویل کېږي چې دغه طالبان په یوې اوونۍ کې له امنیتي ځواکونو سره یوځای شول . سعیده
0 د یوې دقیقې څخه لږ