دبګرام له جيل څخه اووه تنه بنديان ازاد شول
دغزني دسولې د عالي شورا دهڅو له امله په بګرام جيل کې د اتلسو مياشتو له تيرولو وروسته اووه تنه بنديان ازاد شول
ويل کېږي دغه بنديان په خپله له وسله والو مخالفينو سره د اړيکو په تور د ايساف دځواکونو له خوا نيول شوى او بنديا ن شوى وو
دغزني د والى ويندوى حضرت عمر غزنوي وويل يو تن ازاد شوي دغزني د مرکز او شپږ تنه نور يې د ناوى ولسوالۍ او سيدونکې دي
دده دڅرګندونو له مخې خپلو کورنيو ته د بنديانو دسپارلو په بهير کې د ولايت د مقام له خوا له دوى سره نغدي مرسته هم وشوه
دسولې د عالي شورا منشي ډاکتر اشرف غني بهادرى وا يي د بګرام په جيل کې په لسګو نو تنه بنديان شته چې ددولت له وسله والو مخالفينو سره د اړيکو د لرلو تور ور باندې لګول شوي دي.