سیاستخبرونهټولنهTOP

انعام الله صلاح الدین: د ځنګلونو ساتنه د حکومت او ولس ګډ مسؤلیت دی

کابل، د لېندۍ ۲۸ مه، باختر

د پکتیا ولایتي مسوولینو د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد ولایت له قومي مشرانو وغوښتل چې د نورو شتمنیو ترڅنګ د ځنګلونو د وهلو مخنیوی وکړي ترڅو دغه شتمني وساتل شي.

د پکتیا مرستیال والي شیخ انعام الله صلاح الدین د یادې غونډې پرمهال ویلي چې د ځنګلونو ساتنه د حکومت او ولس ګډ مسؤلیت دی که څوک له ملي شتمنیو سره خیانت وکړي په وړاندې به يې قانوني چلند وشي.

ولایتي مسؤلینو پر ولسونو غږ کړی چې د ځنګلونو په اړه باید د اسلامي امارت ټول احکام او فرمانونه دې عملي کړي او ځنګلونو وهلو څخه دې ډډه وکړي.

یوه قومي مشر محمد جمیل د باخترآژانس خبریال ته وویل، ولسونه په ولسوالیو کې داسې کوم عواید نه لري چې ګټه ترې واخلي او بغیر له ځنګلاتو څخه يې لاسته راوړي، په قومي توګه د ځنګلانو پرې کېدو تړونونه شوي او ولسونه د اسلامي امارت فرمانونه د ځنګلانو په اړه عملي کوي. 

په ورته وخت کې د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي عبدالروف سعید وايي، چې په دغه ولایت کې ځنګلونه د سمسورتیا او د عوایدو لویه سرچینه ده، که پریکولو مخنیوی يې ونشي په تدریجي ډول به دا ملي شتمني له منځه لاړه شي. 

نوموړي له ولسونو او قومي مشرانو وغوښتل چې دغه ملي شتمني وساتي او ځنګلونو پرې کولو څخه ډډه وکړي.

د یادونې وړده، چې پکتیا یو له هغو ولایتونو څخه دی چې زیات ځنګلونه لري او خلک له ځنګلونو څخه د عوایدو د ترلاسه کېدو سرچینې په ډول استفاده کوي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته