سیاستخبرونهاقتصادTOP

اندريکا راتوتي: غواړو، چې د بشري مرستو څخه د پراختیایي پروژو د تطبیق په لور ګام واخلو

کابل، د وري ۱۲مه، باختر
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس آخندزاده نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له مرستیال اندریکا راتوتي او مل پلاوي سره وکتل.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستیال په دغه کتنه کې د خپلو فعاليتونو په اړه سرپرست وزير ته مالومات وړاندې کړل او يې ویل چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت یو مهم او سکتوري وزارت دی، چې په کلیوالي سیمو کې د پروژو د پلي کولو په برخه کې مهم رول لري.
نوموړي زياته کړه، چې غواړي د بشرې مرستو څخه د پراختیایې پروژو د تطبیق په لور ګام واخلي.
راتوتي همدارنګه د مهمو پروژو په ځانګړي ډول د واش په برخه کې د وزارت له همکاریو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د اوبو رسولو په برخه کې له دغه وزارت سره د لا زیات کار پلان لري.
په ورته وخت کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست په دغه کتنه کې وويل چې د پراختیایې پروژو پلي کول یو مهم او اړین ګام دی او باید تر بشري مرستو بنسټیزو پروژو ته لومړیتوب ورکړل شي.
هغه زیاته کړه چې د خلکو د لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره پروژې په شفاف او ښه کیفیت ترسره کول خپل مسووليت ګڼي، څو هېوادوالو ته یې دوامداره ګټه ورسېږي.
هېره دې نه وي، چې په دغه کتنه کې دواړو لورو پر دوامدارو همکاریو ټینګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته