امنیت

امنيتي ارګانونه وستايل شول

دکابل ولايتي  شورا نن ددوديزې  لويې جرګې په  جوړولو کې دهيواد دامنيتي ارګانونو کار او فعاليت وستايه .

  دباختر داطلاعاتي اژانس دخبريال دخبر له مخې، په هغې غونډه کې چې له همدې امله دچارو داداري او ددوديزې لويې جرګې  ددارالانشا درييس صادق مدبر ، دملي دفاع وزارت دمرستيالانو  ، په پارلمان کې دخلکو دځينو استازو ، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دمعين ، کابل والي ، دملي پوليسو او ملي امنيت دچارواکو او ديو شمير کابل ښاريانو په ګډون جوړه  شوې وه دکابل دولايتي شورا رييس نثار الدين  بريالي دملي اردو ، ملي پوليسو او ملي امنيت کړه وړه  او فعاليتونه چې ددوديزې لويې جرګې په جوړولو کې يې نه ستړي کيدونکي هلې ځلې کړي دي  وستايل  او ويې ويل  دکابل دخلکو  په استازيتوب  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس هغه تصميم ستايو چې ددوديزې لويې  جرګې دجوړولو  له لارې  دخلکو نظريې  او وړانديزونه وغوښتل او مثبتي نتيجې ته ورسيد .

 دکابل دولايتي شورا  رييس ددغې جرګې په جوړولو کې دامنيتي ارګانونو  رول ددغه ارګان دبرياليتوب او ځواکمني  نښه نښانه وبلله او ويې ويل موږ نن په خپل هيوادکې دقوي امنيتي ارګانونو شاهدان يو او موږ يې ملاتړ کوو .

  ددې غونډې  يوبل  ويناوال دکابل والي احمد الله عليزي دامنيت په تامينولو کې د امنيتي ارګانونو ترمنځ همغږي  وستايله او زياته يې کړه  دلوى جرګې  په جوړولو کې دامنيتي ځواکونو رول  زموږ  دښمنانو ته ثابته کړه چې افغان ځواکونه دهرې ورځې په تيريدو سره پياوړي کيږي  او له دښمنانو سره دمقابلې زياته ځواکمني ترلاسه کوي .

 دغه راز په دې غونډه کې دملي دفاع وزارت مرستيال څارنپوه  عنايت الله نظري  ، په پارلمان کې  دخلکو استازو الماس زاهد ، رفيع الله ګل افغان او ګلالي  اکبري او يو شمير  برخه والو دهيواد او خلکو ددفاع په لاره کې دهيواد دامنيتي ځواکونو درول په باب خبرې وکړې .

  په پاى کې  هغه سوغاتونه  او ستاين ليکونه چې دکابل د ولايتي  شورا له خوا برابر شوي  دکابل دوالي  او ددغې شورا درييس له خوا ددرالانشا  په رييس او دملي اردو ، ملي پوليسو او ملي امنيت په يو شمير مسوولينو وويشل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته