خبرونهامنیت

امر الله صالح په ټولنيزو شبکو کې خپور شوي لست رواني جګړه ده

٤١- کابل / دمرغومي ١٦/باختر
د جمهوري رياست لومړى مرستيال امرالله صالح وايي په ټولنيزو شبکو کې خپور شوي لست چې په هغه کې يوشمېر خبريالان او مدني فعالان د تروريستانو راتلونکي هدفونه معرفي شوي دي يوه رواني جګړه ده .
د باختراژانس د خبرله مخې ؛ دا په داسې حال کې ده چې په وروستيودرېو ورځو کې په ټولنيزو شبکو کې د يوشمېر خبريالانو او د مدني فعالانو لست خپور شوى دى او په هغه کې مشخص شوي دي دغه کسان به د تروريستانو راتلونکي هدفونه وي.
امرالله صالح نن سهار په امنيتي غونډه کې ويلي دي په ټولنيزو شبکو کې يوشمېر نومونه خپاره شوي دي چې ګڼې طالبان غواړي دغه کسان ترور کړي.
موږ هلې ځلې کوو چې د دغې رواني جګړې جرړې پيدا کړو.
صالح ويلي دي د دغه لست د موثق والي او يا نه موثق والي په اړه کوم څه په واک کې نه دي خو طالب او يا بل هرچا چې دا کار کړى دى، هرڅوک چې دى دښمن دى.
طالب له هر جوړښت او له هر ارزښت سره چې د هېواد ملي درې رنګه بيرغ د هغه په بام کې رپېږي دښمني لري .
هغه د دغه لست برابرول چې له هرې مرجع شوى دى د هېواد د خلکو په وړاندې يوه رواني جګړه بللې ده.
ختم_ ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته