نړۍ

امريکا له پاکستان څخه دبخښنې دغوښتنې مفکوره رد کړه

دامريکا سپينې ماڼۍ  په مهمند اجنسې کې دپاکستاني ځواکونو دپلټنې په يوې پوستې دناتو دهوايي بريد په باب  له پاکستان څخه دبخښنې  دغوښتنې مفکوره رد کړې ده .

 د سپينې ماڼۍ ويندوى جي کارني ويلي دي چې ددغې پيښې په باب څيړنه دوام لري او دجي کارني په خبره بارک اوباما ددغې پيښې له امله خواشيني څرګنده کړې ده خو زياته کړى يې ده له وخت څخه مخکې به وي  چې امريکا دبخښنې مسئله وڅيړي .

  ده وويل ،په اصل کې موږ دهغه څه په باب چې رامنځته شوى دى  د څيړنې دپيل په پړاوکې يو نوزه فکر کوم چې ديو شمير کسانو دوژنې له امله دخواشيني څرګندول زموږ اوجمهور رييس اوزموږ داداري پيغام او احساس رسولى شي او داپه واقعيت کې له پاکستان  سره  زموږ داړيکو ارزښت ته اشاره کوي  پاکستان دتيري اوونۍ دبريد په اعتراض کې  جدي غبرګون ښودلى دى او ويلي دي چې دافغانستان په باب  دبن په نړيوال کنفرانس کې ګډون نه کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته