نړۍ

امريکا انلاين سفارت ايران ته پرانست

دامريکا متحده ايالاتو  دامريکا له خلکو سره ديالوګ ته دايران دخلکو دهڅوني لپاره نن ايران  ته دکمپيوتري انلاين سفارت پرانست

دغه  اقدام له دريو لسيزو وروسته  چې په تهران کې دامريکا سفارت وتړل شو او ددواړو  هيوا دونو ترمنځ ديپلوماتيکي اړيکي وشليدي ترسره کيږي.

 دغه انترنتي پاڼه  په دوو ژبوفارسي او انګليسي دانلاين په ډول فعاله شوي .دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې هليرې کلنتن په دي انترنتي پاڼه کې  په خپل ويديويي پيغام  کې وويل دغه  ويب سايټ  په ١٩٧٩ ميلادي  کال کې په تهران کې  دامريکا دسفارت له تړل کيدو وروسته دايرانيانو او امريکائيانو ترمنځ دديالوګ دبيا احياکولو لپاره هلې ځلې بلل کيږي .

په  ١٩٧٩ميلادي کال کې په تهران کې دامريکا دمتحده ايالاتو دسفارت دوه پنځوس تنه ديپلوماتان او کارکوونکي داسلامې پوځي  مليشو اومحصلانوله خوا  د څلور سوه څلويښتو ورځو لپاره يرغمل نيول شوي و او همدغه موضوع  په تهران کې دامريکا دسفارت دتړل کيدو او ددواړو هيوادونو ترمنځ داړيکو دشليدو سبب شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته