اقتصاد

المان له ٢٠١٤ کال وروسته خپلو مرستو ته دوام ورکوي

المان له ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته دڅونورو کلونو لپاره دافغانستان دملي پوليسو دمنسوبينو دمعاشونو دورکولو  ژمنه کړي ده.

دغه ټکې داسيادجنوب ختيځو هيوادونو او جرمني دپارلماني کميټي رييس پرون  دافغاني رسنيو له هيئت سره چې ددغه هيواد د بهرنيو چارو وزارت په بلنه دغه هيواد ته سفرکړي دکتنې په ترڅ کې څرگند کړ.

 له جرمني څخه دباختر اطلاعاتي اژانس دخبريال دخبرله مخې  په دې کتنه کې چې پرون ترسره شوه داسيا دجنوب ختيځو هيوادونو او جرمني دپارلماني کميټې رييس په پيل کې دبن په کنفرانس کې دپاکستان نه گډون له امله  خواشيني څرگنده کړه او ويي ويل چې نړيواله ټولنه په دې کنفرانس کې له ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته له افغانستان سره دخپلو  ژمنو په باب خبري  کوي .

درسنيو هيئت دغه راز پرون دبرلين تاريخي آبدات هم وکتل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته