خبرونهامنیت

افغان پوځي چارواکي:  طالبان اوس هم له القاعدې سره نږدې همکاري لري

کابل/ د چنګاښ٣٠مه / باختر

لوړ پوړي پوځي چارواکي وايي چې طالبان او د القاعده شبکه په افغانستان کې خپلو تروريستي  فعاليتونو ته دوام ورکوي.

دوى وايي  داسې شواهد په لاس کې لري چې القاعده په افغانستان کې په خپلو بريدونو کې له طالب جګړه مارانو سره مرسته کوي.

د رارسېدلو خبرونوله مخې:  القاعده شبکه اوسمهال په افغانستان کې د وسله والو طالبانو لپاره  د روزنکي او لارښود په  توګه ډېر کارکوي.

د افغانستان پوځي چارواکي وايي، څرنګه چې په هېواد کې د وسله والو طالبانو بريدونو زور اخيستى  له وسله والو طالبانو سره د القاعدې شبکې همکاري زياته شوې ده.   

په شمال ختيځ کې د پاميرقول اردو يوه چارواکي  باخترآژانس ته وويل؛ بهرني جګړه ماران چې له القاعده شبکې سره اړيکي لري  او يا د دغې شبکې فعال غړي دي  په افغانستان کې  د وسله والو طالبانو ترڅنګ پراخ شتون لري هغوى ته مشورې ورکوي  د بمونو، ځانمرګو واسکټونو او ځانمرګو بريدونو زده کړې ورکوي.

هغه په دې  وروستيو وختو کې د بغلان، تخار، بدخشان او کندز په ځينو سيمو کې         سلګونو چيچين، ازبک، عرب ، تاجک او پاکستاني جګړه مارانو ته اشاره وکړه چې په نښتو کې ټپيان او يا نيول شوي دي.

دهېواد په شمال ختيځ کې لوړ پوړي پوځي چارواکي وايي د القاعده شبکې غړو حتى په ځينو مواردو کې  د وسله والو طالبانو د جګړې مشرې کړې ده.

دوى د بدخشان په جرم ولسوالۍ، په خوستک دره کې طالبانو سره د چين دايغور قومانان فرقان قزاق  يادونه وکړه، القادې شبکې ته نږدې کس چې  د هېواد په شمال کې  څه د پاسه ٣ سوه بهرنيو  جګړه مارانو مشري کوي.

له دې وړاندې د هېواد په جنوب  او جنوب لويديځ  کې د ميوند او اتل قول اردوګانو  هم په هلمند او قندهار کې د وسله والو طالبانو ترڅنګ د القادې غړو د شتون خبر ورکړى دى.

په هلمند او قندهار کې څه ناڅه  دووهوايي بريدونو کې د وسله والو طالبانو مرکزونه تر بريد لاندې راغلل چې د القاعده شبکې غړو طالب جګړه مارانو ته د بمونو، ماينونو، ځانمرګو واسکټونو جوړولو او  د دوربينونو د کارولو روزنه ورکوله.

د ملي دفاع وزارت وياند روح الله احمدزي هم رسنيو ته وويل چې دهېواد په شمال  او جنوب کې کافي شواهد شته چې طالبان له القاعدې سره نږدې اړيکې لري.

په دې وروستيو کې د امريکا د استازو جرګې ځينو غړو او لوړ پوړو پوځي چارواکو په افغانستان کې له القاعدې  شبکې سره د طالبانو پر دوامداره اړيکو انديښنه څرګنده کړې ده.

په داسې حال کې چې  طالبانو له متحده ايالاتو سره په تړون کې ژمنه کړې  چې دوى به  له القاعدې سره هيڅ راز اړيکې ونه لري.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته