xxxxxxکابل، د مرغومي ۳۰مه، باختر
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي چې دغه اداره په تېره یوه میاشت کې د لغمان په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۹ زره کسانو ته روغتيايي خدمات وړاندې کړي دي.
د دې ادارې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي: «افغاني سرې میاشتې د خپل يو روغتيايي، یو اساسي کلينيک او یو ګرځنده روغتيايي ټيم له لارې، د لغمان په بېلابېلو سیمو کې د تېرې میاشتې په بهیر کې ۸ زره ۹۴۳ کسانو ته روغتيايي خدمات وړاندې کړي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ په دې موده کې ۳۰۰۵ تنو ته له معاینې وروسته په وړیا توګه درمل ورکړل شوي، د ۱۱۹ ټپيانو پانسمان شوی، ۹۷۱ ښځو او ماشومانو ته بېلابېل واکسينونه تطبیق شوي، څلور زره ۲۵۹ تنو ته روغتيايي مشورې او ۴۸۳ میندو ته له ولادت وړاندې او وروسته د ځان د روغتيا ساتنې اړوند لارښوونې شوې دي.
ویل شوي چې په یاده موده کې ۱۰۶ خوار ځواکو ماشومانو ته ځانګړي خوراکي توکي هم ورکړل شوي دي.