سیاست

افغانستان له قطر څخه خپل سفير کابل ته راغواړي

٥٠-کابل باختر دليندي دري ويشتمه

  دافغانستان داسلامي جمهوريت دقطر  له دولت سره دورور ګلويزو  اړيکو او پيوندونو له مخې ددواړو هيوادونو ترمنځ اړيکو ته زيات ارزښت ورکوي او دافغانستان په بيا رغاونه کې دقطر ددولت دهمکاريو  له امله  مننه کوي .

   خو له قطر  سره دافغانستان داړيکو په ګډون  په افغانستان او سيمه کې دوروستيو پرمختياو په پام کې نيولو سره دافغانستان دولت تصميم نيولى دى چې په دوحه کې خپل سفير جناب خالد ذکريا  دځينو سلامشورو  په مقصد مرکز ته راوبولي .

 البته ددواړو هيوادونو ترمنځ ديپلوماتيکي اړيکې به دموقت شارژدافير  په کچه په دوحه کې دافغانستان دسفارت له لارې پرمخ يوړل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته