نړۍ، د وري ۱۵مه، بهرنۍ رسنۍ
د الجزیرې او ځینو نورو نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د فلسطین په اشغالي سیمه (کوچاو یایر) ښارګوټي کې یو کس خپل موټر د اسرایلي پولیسو له موتر سره جنګولی او ۴ صهیونست پولیس یې ټپیان کړي دي.
د معلوماتو له مخې ټپیانو کې د دوه تنو حالت نازک ښودل شوی دی.
پولیسو ویلي، بریدګر هڅه کوله تر ټکر وروسته نور پولیس د چاقو په وسیله و وژني، خو نیولی یې دی.
ځینې نور راپورونه بیا د بریدګر، چې د هویت په اړه یې څه نه دي ویل شوي، د پولیسو په ډزو کې د وژل کېدو خبرونه ورکړي دي.