سیاستخبرونهTOP

اسلامي امارت په ایران کې پرونۍ چاودنې وغندلې

 کابل، د مرغومې ۱۴مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د ایران په کرمان ښار کې پرونۍ چاودنې وغندلې.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله اکس پاڼه لیکلي، چې د افغانستان اسلامي امارت د ایران په کرمان ولایت کې پرونۍ چاودنې، چې له کبله يې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم واوښته محکوموي.

د ایران کرمان ښار پرون د دوو خونړیو چاودنو شاهد و، چې له کبله یې سلګونه کسان مړه او ټپیان شول.

د یادونې وړ ده، چې د دغې چاودنې مسولیت تر دې دمه چا په غاړه نه دی اخیستی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته