خبرونهنړۍ

اسرایلو د سپاه پاسداران یو قومندان وژلی دی

 نړۍ، د مرغومې ۵ مه، بهرنۍ رسنۍ

د ایران تسنیم خبري اژانس خبر ورکوي، چې د دغه هېواد د سپاه پاسداران یو قومندان سید رضا مسوي، چې په سید رضا مشهور و، سوریه کې د اسرایلي پوځيانو په توغندي بریدونو کې وژل شوی دی.

د صدا و سیما په نوم یو بل ایراني خبري ادرس زیاتوي، چې سید رضا مسوي د سوریې پلازمېینې دمشق زینبیه کې اوسېده او له جولان اشغالي سیمو څخه د اسرایلو په توغولو شویو توغندیو کې وژل شوی دی.

ویل کېږي توغندي دقیق د نوموړي د اوسېدو په ځای لږېدلي دي.

دغه قومندان شاوخوا ۲۵ کاله د ایران په سپاه پاسداران کې دنده ترسره کړې وه او ایراني چارواکو یې پر وژل کېدو خواشیني ښودلې او د هغه د غچ اخیستلو ګواښ یې کړی.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي خبرداری ورکړی، چې اسرایلي رژیم به د نوموړي د وژل کېدو تاوان پرې کړي.

ویل کېږي، اسرایلي ځواکونو مخکې تر دې هم څو ځلي د سید رضا د ترور هڅه کړې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته