خبرونهامنیت

اتلس تنه د تذکرو د جعل کولو په تور ونيول شول

٤٦- کابل / دمرغومي ١٦/باختر
په ننګرهار کې ١٨ تنه نن په تذکروکې د جعلکارۍ په تور ونيول شول.
دغه کسان د ويزې د ويشلو له بهير څخه د مسوولينو د څېړنې په وخت کې په جلال اباد ښار کې د پاکستان د قونسلګرى په وړاندې ونيول شول.
د ننګرهار د والي مرستيال ببرک مياخيل چې خپله د دغو کسانو په پېژندلو رول درلود باختراژانس ته وويل چې دوه تنه په تذکرو کې د جعلکارۍ په تور او ١٦ تنه نور د جعلي تذکرو د لرلو په اړوند ونيول شول.
دوه تنه جعلکاران په جلال اباد ښار کې د پاکستان د قونسلګرى په وړاندې دوکانونه لرل.
د ويزې د ترلاسه کولو يو اساسي شرط د تذکرې لرل دي .څرنګه چې د تذکرې ترلاسه کول سخت کار دى يو شمېر خلک په جعلي تذکرو سره د پاکستان د ويزې په اخيستلو اقدام کوي .
د ننګرهار د والي مرستيال وايي چې د نيول شويو کسانودوسيې د پوليسود څېړنو له بشپړېدو وروسته عدلي اوقضايي بنسټونوته سپارل کېږي.
ختم_ ج _ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته