اقتصاد

د صادراتو زياتوالى هيواد په وارداتو پورې له تړلتيا څخه ژغوري

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٤
د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې د جمهور رييس فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود نن د سوداګرۍ او صنايعو وزارت له مشرتابه هيئت سره په کتنه کې وويل: د سوداګرۍ او صادراتو زياتوالى کولاى شي د يو هيواد په وارداتو پورې له تړلتيا څخه وژغوري.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د جمهور رييس فوق العاده استازي د بېلابېلو دولتي بنسټونو د کتنې په لړ کې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت ته لاړ او ددغه وزارت له مشرتابه هيئت سره په کتنه کې يې وويل: زه په دې عقيده يم، هغه ډيره ستره مسئله چې کولاى شي يو هيواد نيکمرغه کړي او د اقتصاد د رښتينې وده زمينې برابرې کړي؛ سوداګري او صنايع دي.
ده دغه راز وويل: څومره چې يو هيواد صادراتو ته پاملرنه وکړي او سوداګري پياوړې کړي؛ په هماغه اندازه کولاى شي اقتصادي وده او پرمختيا ولري او په وارداتو پورې له تړلتيا څخه خلاصون ومومي.
دغه راز د سوداګرۍ او صنايعو وزارت سرپرست مزمل شينواري د دغه وزارت د کار او فعاليت په باب معلومات ورکړل او زياته يې کړه: د ملي وحدت د حکومت د جګپوړو مقاماتو له خوا د دغه وزارت کتنه له خصوصي برخې سره د هغو ملاتړ ښيي او د سوداګرۍ رول پياوړى کوي.
وروسته د سوداګرۍ او صنايعو وزارت مسوولينو د شتو ستونزو او د خپلو ادارو د کار او فعاليت د څرنګوالي په باب مطالب بيان کړل.
ختم-ف-حامد
د ايران سفير: په کابل کې د ايران سفارت افغانانو ته د ويزې لپاره آسانتياوې برابرې کړې دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته