خبرونهټولنه

په هلمند کې د یو کور د دېوال چپه کېدو په پېښه کې پنځه تنه ټپیان شوي

 کابل، د زمري ۳ مه، باختر

تېره شپه د هلمند ولایت لښکرګاه ښار اتمي حوزې مربوطاتو کې د تیز  توپاني بادونو له امله د یو کور دېوال نړېدلی چې له امله یې پنځه تنه ټپیان شوي دي.

په یاد ولایت کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي چې په پېښه کې یوه میرمن، دوې نجونې او دوه هلکان ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو ورځو کې سختو اورښتونو، بادونو او سېلاوونو په میدان وردګو، پکتیا، ننګرهار، نورستان، پکتیکا، ‍پروان، پنجشېر او درېیو نورو ولایتونو کې  خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي، خو تر اوسه یې دقیق شمېر نه دی معلوم. خو پېښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د دولت وزارت ویاند مولوي محمد نسیم حقاني وايي چې په تېرو دوو ورځو کې د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې د سېلاوونو راوتلو له امله ۱۳ تنه مړه شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي. په خبره یې، سېلاوونو مالي زیانونه هم اړولي دي. زیانمنې شوې کورنۍ له اسلامي امارت او  خیریه بنسټونو غواړي چې لاسنیوی یې وکړي.

په ورته وخت کې د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې زیانمنو شویو کورنیو سره مرستې وکړي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته