امنیت

دحج او اوقافو وزارت خبرتيا

کابل باختر د چنګاښ  پنځلسمه :
دحج او اوقافو وزارت خبرتيا
دحج اواوقافو وزارت دقاريانو دچارو دسمون رياست د قران عظيم الشان دنازليدو  دجشن په مناسبت دقران عظيم الشان د حفظ  او تجويد سيالي پيلوي . په دې وسيله  هغو قاري صاحبانو ته چې له تجويد سره  بشپړ حفظ  ولري او عمر يې  له شلوکلونو څخه لوړ نه وي خبر ورکول کيږي چې دنوم ليکنې لپاره  دې دروان کال دچنګاښ دمياشتې له شپاړلسمې  نيټې دسه شنبې  له ورځې څخه دچنګاښ دمياشتې تر شلمې نيټې پورې  چې درمضان المبارک  دمياشتې له شلمې نيټې څخه تر څلور ويشتمې نيټې پورې کيږي دتابعيت دتذکري  له لرلو سره په نوي ښار کې دهراتيانو په جومات مشهور خواجه علي موفق هروي  جامع جومات ورشي .
ديادونې وړ ده چې سيالي دروان کال دچنګاښ دمياشتې په يوويشتمه نيټه  ديکشنبې په  ورځ چې  دروژې دمبارکې مياشتې له پنځه ويشتمې نيټې سره سمون خوري دهراتيانو په جومات مشهور  دخواجه علي موفق  هروي په جامع کې ترسره کيږي او له لومړي مقام څخه تر لسم مقام پورې نغدي جايزې هم په پام کې نيول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته