ټولنه

د پنجشير ولايت په مرکز پورې اړوند د (پارنده) د کلي سړک پرانستل شو

کابل – باختر دليندى دمياشتې ٢
د پنجشير ولايت په مرکز پورې اړوند د (پارنده) دکلي سړک د سنامجلس د لومړي نايب محمد علم ايزديار، د فوايد عامې وزارت د معين او د دغه ولايت د سرپرست او يو شمېر مسوولينو له خوا د پټۍ په پرې کولو سره پرانستل شو او د استفادې وړ وګرځيد.
يوه اړونده خبرځاى د باختر آژانس خبريال ته وويل: په هغې غونډه کې چې له همدې امله په دغه کلي کې جوړه شوې وه ، د مشرانو جرګې لومړي نايب په پنجشير ولايت کې د فوايدعامې وزارت د کليوالي لارې جوړولو له ملي پروګرام سره د ملاتړ دڅرګندولو په ترڅ کې وويل: ددغه شان پروګرامونو عملي کول کولاى شي د اقتصاد په وده، د کار او کسب د زمينې په برابرولو او د سيمې خلکو ته د ترانسپورتي خدمتونو په ترسره کولو کې آسانتياوې برابرې کړي.
د سنامجلس لومړي نايب زياته کړه چې پنجشير د هيواد د امن ولايتونو له جملې څخه دى او په دغه ولايت کې د عمراني پروژو او د نورو پرمختيايي پروګرامونو د تطبيق زمينه مساعده ده .
ده هيله وکړه چې د فوايد عامې وزارت په پنحشير ولايت او د هيواد په هغو نورو ولايتونوکې چې ښه امنيت پکې تامين دى؛ عمراني پروګرامونه ترلاس لاندې ونيسي او هم يې د سيمې له خلکوڅخه وغوښتل چې ددغه سړک په ساتنه کې جدي پاملرنه وکړي.
ورپسې د فوايد عامې وزارت تخنيکي معين د دغه پروګرام د اهميت په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې دکليوالي لارې دجوړولو ملي پروګرام د افغانستان د دولت يو له مهمو پروګرامونو څخه دى چې له ١٣٨١ کال راپه دې خوا يې د هيواد په کليو او بانډو کې د سړکونو او پلونو د بيارغاونې او جوړولو په لاره کې يې ګټور ګامونه اخستي دي او د دولت او د هيواد د کليوالي اوسيدونکو بشپړ ملاتړ ورسره دى او زياته يې کړه چې دغه سړک دولس کلي له يوبل سره نښلوي.
ده ډاډ ورکړ چې د دغه سړک د پخولو کار د دغه وزارت په پلان کې شامل دى او په نږدې راتلوونکې کې به پيل شي.
دغه راز د پنجشير ولايت سرپرست عبدالرحمن کبيري د هغو بېلابېلو پروژو په اړوند چې د ملي پيوستون د پروګرام او د کليوالي لارې جوړولو د ملي پروګرام له خوا بشپړ شوې دي؛ معلومات ورکړل او د دغو پروژو په برياليتوب کې يې په وګړني ملاتړ باندې ټينګار وکړ.
د يادونې وړ ده چې د نهو کيلومترو په اوږدوالي د (پارنده) سړک پروژه د (نجات-طلعت) د سړک جوړولو او ساختماني شرکت له خوا د فوايدعامې وزارت د کليوالي لارې جوړولو د ملي پروګرام له لارې او د نړيوال بانک په مرسته بشپړه شوې ده .
د غونډې په پاى کې د سيمې د خلکو له خوا د فوايد عامې وزارت معين او هغونورومسوولينو ته سوغاتونه ورکړى شول چې د دغې پروژې په پلي کولوکې يې ونډه لرله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته