امنیت

په ننګرهار کې ديوه بم دچاودنې له امله درې تنه ماشومان شهيدان شول .

کابل باختر د تلې  نهمه :
په ننګرهار ولايت کې ديوه بم دچاودنې له امله درې تنه ماشومان شهيدان شول
  دغه پيښه پرون ناوخته دننګرهار ولايت دپچير او اګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه وخت رامنځته شوه چې ماشومانو له يوه لاسي  بم سره لوبې کولې .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختر اژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې درې تنه  ماشومان شهيدان شول .
درارسيدلو خبرونوله مخې،  دغه لاسي بم له تيرې زمانې څخه په ساحه کې پاتې و .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته