امنیت

د ملي دفاع وزارت مرستيال په کندز کې له مخورو سره وکتل

کابل/ د مرغومي ٢١مه / باختر:
د ملي دفاع وزارت مرستيال ملا فاضل مظلوم په داسې حال کې چې د کورنیو چارو او استخباراتو مرستيالانو يې ملتیا کوله کندز ته يې په خپل سفر کې د شمال ختیځو ولایتونو له مخورو او مجاهدینو سره وکتل او د خلکو ستونزې او ننګونې يې وڅيړلې او د افغانستان اسلامي امارت د بخښنې د فرمان پر تطبیق يې ټینګار وکړ.
د باخترآژانس دخبر له مخې: دغو مسوولينو په هغه غونډه کې چې د ٢١٧ عمري قول اردو د قوماندانۍ په تالار کې جوړه شوې وه، د هېواد د شمال ختيځو ولايتونو له مرکز او ولسواليو څخه په زرګونو هېوادوال، علماء اومجاهدين راټول شوي وو، د ملي وحدت او اسلامي نظام د تطبیق په اړه يې ویناوې وکړې.
د دوی په وینا، دوی دعمومي بخښنې پلي کولو ته ژمن دي او د اسلامي امارت هیڅ يو مجاهد حق نه لري چې د محکمې له حکم پرته خلک شکنجه کړي.
هغه وویل، هغه کسان چې د بخښنې له قانون څخه سرغړونه کوي، سخت چلند به ورسره وشي.
په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت مرستیال ملا فاضل مظلوم وویل، چې د دوی د سفر موخه د شمال ختیځو ولایتونو په بېلابېلو برخو کې د خلکو د ستونزو څېړل وو او زیاته یې کړه، چې هیچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د هېوادوالو امنیت له ګواښ سره مخ کړي.
په دې غونډه کې يو شمېر علماوو په وارسره خبرې وکړې او په ټول هېواد کې يې امنيت يو ستر نعمت وباله او د ټولنيز عدالت په تامين او په هېواد کې د مېشتو ټولو قومونو پر يووالي يې ټينګار وکړ.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته