امنیت

په هرات کې ددوو ځوانانو جنايتکارانه وژنه .

کابل باختر د وري شلمه  :
يو څليرويشت کلن ځوان په هرات کې دلاسي بم دچاودنې له امله ووژل شو .
دغه ځوان کله چې په کهسان ولسوالۍ کې په خپل کور کې په لوبې بوخت و دلاسي بم دچاودنې  له امله ووژل شو .
  په هرات ښار کې دمرکزي روغتون اداري مدير محمد رفيق شيرزي  دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغه ځوان مړى  دتيرې شپې دنهو بجو په شاوخوا کې دهرات مرکزي روغتون  ته وليږدول شو .
له دې  سره جوخت دروغتيايي مسوولينو دمعلوماتو له مخې يوه تنکى  ځوان هم  په هرات ښار کې ځان  په دار وڅړاوه  او خپل  ژوند  يې پاى   ورساوه .
دغه شپاړلس کلن تنکى ځوان دسپين جومات دسيمې اوسيدونکى  و چې داستوګنې په خپل کور کې يې ځان زندى کړى دى .
تراوسه پورې ددغې پيښې انګيزه نه ده مشخصه شوې .
دروان هجري لمريز کال  له پيل څخه تراوسه پورې دا دځان وژنې لومړى مورد دى چې دهرات ښار په مرکزي روغتون کې ثبت شوى دى .
تيرکال   هم دهرات ګڼ شمير ځوانانو او تنګيو ځوانانو په ځان وژنې لاس پورې کړى دى اويوشمير يې له منځه تللي دي .
دځان وژنې موضوع يوه مهمه مسئله ده چې په وار وار  کارپوهانو او ارواپوهانو په هرات کې دهغو دعلتونو په پيژندنې  ټينګار کړى دى او په رواني اختلالاتو اخته کيدل په تيره بيا په دوه قطبي  اختلال او ستړتيا دانسانانو ترمنځ دځان وژنې  دافکارو په رامنځته کيدو کې ښکيل بولي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته