سیاست

جمهور رييس غني د آلمان دمونيخ ښارته ورسيد.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٣
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني په سيمه ييز وخت پرون ماښام د آلمان د مونيخ ښارته ورسيد.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس او ملګري هيئت يې دمونيخ ښار نړيوال هوايي ډګرته درسيدو په وخت کې په آلمان کې دافغانستان دسفير او سفارت ديو شمير کارکوونکو له خوا هرکلى وويل شو، ټاکل شوې ده جمهور رييس غني نن دمونيخ په ٥٢ امنيتي کنفرانس کې ګډون وکړي او په دغه کنفرانس کې له تروريزم سره دمبارزې، دمهاجرت دبحران او دسيمه ييز ثبات په ګډون دمهمو نړيوالو مسئلو په باب دافغانستان نظر بيان کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته