کابل باختر د مرغومي نولسمه:
نهه تنه وسله وال طالبان په لغمان ولايت کې دنويو نښتو له امله ووژل شول .
په دغو طالبانو تيره شپه داليشنګ په ولسوالۍ او دمهترلام ښار په مربوطاتو کې کله چې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و بريدونه وشول .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو درسنيو دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دغو بريدونو کې نهه تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي .
ويل کيږي چې په دغو بريدونو کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
ختم_ عزيزه _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ