سیاست

حامدکرزي په سخي زيارت تروريستي بريد وغانده .

کابل باختر د تلي يو ويشتمه :
دافغانستان پخواني جمهور رييس حامدکرزي  دکابل ښار  په سخي کارته کې په حسيني  ماتم لرونکو  تروريستي بريد  په کلکه وغانده او دغه عمل يې  له انسانيت   څخه لرې او له ټولو اسلامي  او بشري اصولو او  موازينو پرخلاف  وباله .
  دپخواني جمهور رييس مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ،  پخواني جمهور رييس دعاشورا په ورځ تروريستي بريد داسلام اود افغانستان ددښمنانو له خوا  يو اقدام وباله او ويې ويل  چې دافغانستان خلکو دتاريخ په اوږدو کې داخوت اوورور ولي  په فضا کې  ژوند کړى دى   او ددښمنانو دغه شان ناوړه عملونه او دسيسې  هيڅکله نه شي کولى  چې دوى  اتحاد او اتفاق  زيانمن کړي .  بلکې  دخپل هېواد ددښمنانو په وړاندې به  دافغانستان دخلکو کرکه او نفرت  لاپسې  زيات کړي .
  حامدکرزي  دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه  ددغې  غم لړلې پيښې شهيدانو ته دفردوس جنت ، کورنيو ته يې دجميل صبر او ټپيانو ته دسملاسي روغتيا هيله کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته