امنیت

درې پوليس ووژل شول

٣٨ – کابل باختردليندي دمياشتې ٢٧ :

په فراه ولايت کې  دماين دچاودنې له امله  درې تنه پوليس ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول.

دنيمروز  ولايت ددل آرام ولسوال انجينر خداداد دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دپوليسو دګزمي يو موټر پرون دلخشک په سيمه  کې چې دفراه ولايت دبکواه دولسوالۍ او دنيمروز ولايت  ترمنځ موقعيت لري په ماين وخوت  چې په دې پيښه کې درې تنه پوليسو ووژل شول او څلور تنه نورټپيان شول.

دخبرځاى دڅرگندونوله مخې  ټپيان دهرات حوزوي روغتون ته ليږدول شوي   او دروغتون مسوولينو دڅرګندونوله مخې دټپيانو روغتيايي حالت  مخ په ښه  والې دي .

ديوبل خبرله  مخې درې تنه وسله وال طالبان په کندز ولايت کې دچاوديدونکو توکو دځاى پرځاى کولو په وخت کې  دپوليسو له  خوا ونيول شول.

دوى غوښتل دوه انډي چاوديدونکې توکې دافغان او ناټو په ځواکونو دبريد په  خاطر دامام صاحب ولسوالۍ په سړک  او دتخته کوپرک په سيمه کې  ځاى پرځاى کړي چې دپوليسو له  خوا ونيول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته