کابل باختر دمرغومي دمياشتې ١٤ :
په خوست ولايت کې پرون په سړک کې د ښخ کړاى شوى ماين د چاودنې له امله د صبريو ولسوالۍ د ملي امنيت مدير له دريو تنو ساتوونکو سره يې ووژل شو.
دخوست ولايت دمطبوعاتو مسوول بريالي روان مشال باخترآژانس ته وويل:
دصبريو ولسوالۍدملي امنيت مدير اعتبارالدين پرون له خپلو دريو تنو ساتوونکو سره دخوست ولايت دصبريو ولسوالۍ په چينو سيمه کې په سړک کې د ښخ کړاى شوي ماين د چاودنې له امله ووژل شو.
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې: په دې پيښه کې د صبريو ولسوالۍ د ملي امنيت د مدير زوى هم وژل شوى دى.
1 د یوې دقیقې څخه لږ