کابل، د غوايي ۱۸مه، باختر
د کابل ښاروالۍ له لوري ښاري او ترانسپورټي آسانتیاوو ته د لاس رسي په موخه، د شپږمې ناحیې د ۲۸م او ۳۱م ګذر اړوند په قلعه بهادرخان، قلعه مسلم او جبارخان سیمو کې د کوڅو او لښتي جوړولو د ۳ پروژو چارې بشپړې شوې.
د دغو پروژو د ګټې اخیستنې مراسمو کې د شپږمې ناحیې رئیس د رئیس عبدالخالق بدر وویل دغه پروژې د ښاریانو د ستونزو د حل او د کاري بوختیاوو د رامنځته کولو په موخه د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته طرحه او په بنسټیزه توګه پلې شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په قلعه بهادرخان سیمه کې کوڅې د لښتي په ګډون ۶۹۵ متره اوږدوالی او له ۴ څخه تر ۵.۸ مترو پورې سور، په قلعه مسلم سیمه کې د کوڅو جوړولو پروژه د استنادي دېوالونو په ګډون ۱۰۱ متره اوږدوالی او ۴ متره سور د موټر تګ راتګ یو پُل، او په جبارخان سیمه کې د لښتي جوړولو پروژه ۱۲۲۱ متره اوږدوالی لري چې چارې یې د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴ میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.