ورزش

د سولې او سنايي ټيمونو خپلو سيالانو ته ماتې ورکړه

کابل – باختر دلړم اووه ويشتمه:
دکابل ښار دفوټبال دغوره ليګ سياليو پرون مازيګر په دوو لوبو سره دوام وکړ.
دهيواد دفوټبال فدراسيون د رسنيو مسوول احمد شاه ساير باختر آژانس ته په لومړۍ لوبه کې چې يوه په زړه پورې او ګول لرونکې لوبه وه؛ د سولې ټيم دصفر په مقابل کې په پنځو سره دشعاع توحيد ټيم ته ماتې ورکړه او په بله لوبه کې دسنايي ټيم د صفر په مقابل کې په يوې سره د سباوون پرټيم بريالي شو.
دغه سيالۍ د نولسو غوره ټيمونو ترمنځ په کابل ښارکې پيل شوې دي چې تراوسه پورې د فيروزې ټيم يوڅلويښتو امتيازونو په لرلو سره د جدول په سره کې ځاى لري.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته