کابل/ باختر/ د کب دمياشتې ۵ مه
د تخار ولايت امنيتي ځواکونو پرون دوه تنه د توغندي ويشتوونکي له ديرشو ماينونو سره ونيول .
د تخار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند خليل اسير دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دغو دوو تنو د توغندي ويشتوونکي ۳۰ ماينونه په يوه کرولا موټر کې له اشکمش ولسوالۍ څخه د تالقانو ښار ته ليږدول چې د بنګي ولسوالۍ د سياب په کلي د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول.
ويل کېږي دوى غوښتل دغه ماينونه طالبانو ته ولېږدوي.
پېښه د تخار ولايت دامنيې قوماندانۍ د تروريزم پرخلاف د مبارزې دمديريت تر څيړنې لاندې ده.
ختم_ ج _ اکرم
2 د یوې دقیقې څخه لږ