امنیت

اته تنه وسله وال طالبان دقندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې ووژل شول .

کابل باختر د مرغومي شپاړلسمه :
دقندهار ولايت دميوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتوپه بهير کې  اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول  او دوه تنه نور ټپيان شول .
دقندهار ولايت وياند صميم خپلواک دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات دقندهار ولايت دميوند ولسوالۍ په ځينو سيموکې د ملي اردو دځواکونو له خوا ترسره شول چې له امله يې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونوله مخې ،  دغه عمليات دوسله والو طالبانو له شتون څخه دقندهار ولايت دميوند ولسوالۍ دځينوسيمودپاکولو په مقصد ترسره شول .
خبرځاى  زياته کړه په دغو عملياتو کې دقندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې شپږ کلي دطالبانو له شتون  څخه پاک شوي دي او عمليات به له ساحې څخه دطالبانو تر بشپړ  پاکولو پورې  دوام ولري .
په دغو عملياتو کې دملي اردو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته