سیاست

فضل هادي مسلم يار د ماليې له وزير سره وکتل

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې٢٣ مه
د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلم يار نن د ماليې له وزير اکلیل حکیمي سره د ملي شورا په مقر کې وکتل.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دي کتنه کې د مشرانو جرګې رئيس په داسي حال کې چې د ديني، فرهنګي او پوهنې د کمېسيون ريسې او د کمېسيون يو شمېر غړو هم حضور درلود د ١٣٩٦ مالي کال بودجه کې د سناتورانو د نظريو او وړانديزونو د ځاي پرځاي کولو او د لغمان ولايت د شاهي کانال دپروژی په جوړولو باندی دټینګارپه ترځ کی وویل چی د ملي پروژو د امنيت ټينګښت د حکومت له عمده مکلفيتونو څخه دی او اړوند مسئولين دي د شاهي کانال پروژې د امنيت د ټينګښت او پلي کېدو په برخو کې جدي اقدامات تر لاس لاندي ونيسي.
دغه راز په دي کتنه کې د ديني او فرهنګي چارو د کمېسيون د رئيس له خوا د ملي راډيو تلويزيون د کارکوونکو د اضافه کارۍ د کمښت، د ملي راډيو تلويزيون د نوي کامپلکس د کار د تکميلېدو، د پوهنې په برخو کې د ستونزو چی په ولايتونو او مرکز کې په کرايي ودانيو کې تعلیمی اوزده کړه پرمخ بيول کیږی او یو لړ نوری ستونزی مطرح شوې.په همدی توګه په دی ناسته کی د مشرانوجرګی د دارالانشا لوی ریی سيد حفيظ الله هاشمي د مشرانو جرګې د تلويزيوني شبکې د جوړېدو په اړه معلومات وړاندې کړل او ويې ويل،چی شاوخوا څلويښت ميليونو افغانيو ته اړتيا ده تر څو ياده شبکه فعاله شي.
ورپسې اکلیل حکیمی د خبرو په ترڅ کې ډاډ ورکړ چې د مشرانو جرګې د غړو نظريې او وړانديزونه به په ملي بودجه کې ځاي پر ځاي شي او زياته يې کړه چې د جمهوري رياست د مقام د لارښوونې پر بنسټ د لغمان ولايت د شاهي کانال پروژه په شلو ملي پروژو کې شامله ده چې په ملي بودجه کې په پام کې نيول شوې ده او د اوبو او انرژۍ وزارت تخنيکي ټيم د يادې پروژې د څېړنې او ارزونې په موخه د لغمان ولايت ته استول شوې دي.
همدا راز د ماليې وزير د مشرانو جرګې د تلويزيوني شبکې د جوړېدو په اړه وويل چې په دي برخه کې يې د ملي شورا د دواړو مجلسونو د دارالانشاو دريسانو سره خبرې شوی او پريکړه به وکړي او هم وپتييل شوه چی د ملي راډيو تلويزيون د مشرتابه او د ماليې وزارت د مسئولانو په حضور سره به د يوې ناستې په ترڅ کې د ملي راډيو تلويزيون د کارکوونکو د ستونزو په اړوند خبرې وشي او حل لارې به يې وپلټل شي.
حکيمي د پوهنې سکتور کې د ځينو ستونزو د تاييد تر څنګ وويل، چی ياد وزارت په روان کال کې يواځي اولس سلنه بودجه لګولي ده او زياته يې کړه چې له کرایی ودانیو څخه د یو شمیرحکومتي ادارو او ښوونځيو د خلاصون په مخه یی،یولړ پروګرامونه ترلاس لاندي لري.
همداراز د مشرانوجرګی رییس د یوی بیلی ناستی په ترځ کی دنورستان ولایت د والی حافظ عبدالقیوم کاری رپوټ واورید.
په دی کتنه کی د نورستان ولایت والی حافظ عبدالقیوم په یاد ولایت کی د ستونزو او لاسته راو ړنو د رپوت دوړاندی کولو په ترځ کی وویل چی په ۱۳۹۶مالی کال د ملی بودجی په مسوده کی نورستان ولایت ته کمه بودجه په نظر کی نیول شوی اوهیله یی څرګنده کړه چی ددی ولایت د پرمختیایی پروژو د تطبیق په خاطر باید کافی بودجه ورکړ شی.
فضل هادی مسلم یاردبودجی په اړه دمشرانوجرګی په مشورتی نظررڼا واچوله او زیاته یی کړه چی دټولو ولایتونو دبودجی ونډه باید د انډول ،عدالت اواړتیا په بنسټ تنظیم شی اود نوموړی غوښتنی به له اړوند چارواکو سره شریکی کړی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته