کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٥:
په ډیرې خواشینۍ سره خبر شوم چې قومي مشر او د ملي شورا پخوانی وکیل احمدشاه تره خیل د ورپیښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي.
ارواښاد احمدشاه تره خیل د ولس سپین ږیری او خیرخواه شخصیت و. د خپلو خلکو خواخوږی او اجتماعي مصلح و. د ده مړینه یوه ضایعه ده.
د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب د ده کورنۍ، دوستانو او د کابل ولایت خلکو ته وړاندې کوم. الله تعالی دې دی وبخښي او کورنۍ ته دې یې جمیل صبر په نصیب شي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ