امنیت

دلوى څارنوالي په اداره کې دتاوتريخوالي دله منځه وړلو معاونيت جوړ شو .

کابل باختر دزمري درې ويشتمه :
دلوى څارنوالي په اداره کې دتاوتريخوالي دله منځه وړلو معاونيت  جوړ شو
دلوى څارونوالي دادارې وياند وايي چې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دکمښت په خاطر دغې ادارې دښځو پرخلاف  دتاوتريخوالي دله منځه وړلو په نامه يو معاونيت جوړ کړ .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې،  دلوى څارنوالۍ  دادارې وياند محمد بصير عزيزي نن په يوه خبري غونډه کې وويل چې ددغې ادارې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دکمښت په خاطر ددغې ادارې په تشکيل کې د ښځو پرخلاف  دتاوتريخوالي دله منځه وړلو معاونيت جوړ کړ.
ده وويل ډاکتر مليحه حسن دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دله منځه وړلو دمرستيالې په توګه ټاکل شوې ده .
عزيزي وويل چې ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکي کې دهېواد په څلور ديرشو ولايتونوکې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دله منځه وړلو ادارې جوړې شي .
ده زياته کړه چې دروان کال تر پاى پورې په دې اداره کې دښځينه  څارنوالانو شتون په سلو کې  له څلورو څخه  په سلوکې  اوولسو ته لوړيږي .
  عزيزي زياته کړه چې دغې ادارې  په چارو کې دښه والي په موخه  تراوسه پورې دهېواد په مرکز او ولايتونوکې کابو دوه سوه تنه نوي څارنوالان ټاکلې دي .
ده له اداري فساد سره دمبارزې له عدلي اوقضايي مرکز دجوړولو يادونه وکړه اوويې ويل  چې له فساد سره  دمبارزې عدلي او قضايي مرکز دتشکيلاتو ،تجهيزاتو، وسايطو او ودانۍ له پلوه چمتو شوى دى او ټاکل شوې ده چې په نږدې  راتلونکي کې په فعاليت پيل وکړي .
ده ټينګار وکړ چې ددغه مرکز په فعاليدو سره به دجرم له تثبيت وروسته قانون په ټولو يوشان تطبيق شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته