کابل باختر د زمري لسمه : دلوړو زده کړو وزارت دهېواد په پوهنتونونو او دلوړو او نيمه لوړو زده کړو په موسسو کې دشموليت دازموينې نتيجې نن اعلام کړې . له کابل څخه تهمينه ، له هرات څخه عماد الدين او له باميانو څخه مختار په ترتيب سره په دې ازموينه کې لومړى ، دويم او دريم شول . دباختراژانس دخبرله مخې ، دروان کال په ازموينه کې له ټول هېوادڅخه څه دپاسه دوه سوه زرو تنو داوطالبانو ګډون کړي و . دلوړو زده کړو وزارت دمسوولانو دڅرګندونو له مخې ، له دې جملې څخه څه دپاسه يوسلو شپاړلسو زرو تنو داوطلبانو دلوړو او نيمه لوړو زده کړو دولتي او خصوصي بنسټونو ته لاره موندلې ده . ختم- ف _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ