کابل باختر دوږي دمياشتې ٢٦ :
دماليې وزيراکليل حکيمي نن له خپل ترکمني سيال سره دکتنې په مقصد ترکمنستان ته لاړ .
دباختر آژانس خبريال د حامدکرزي له نړيوال هوايي ډګر څخه خبر راکړ :
د ماليې له وزير سره په دې سفر کې يو جګپوړى اقتصادي هيئت ملګرى دى.
دغه سفر د ريکا او سام له غونډو او کابل ته د ترکمنستان دجمهوررئيس له سفر وروسته ترسره شوى دى چې کابل ته دترکمنستان دجمهوررئيس دسفر په بهيرکې د دواړو هېوادونو ترمنځ دهمکارۍ پنځه تفاهم ليکونه لاسليک شول.
ټاکل شوې ده د ټاپي ستره پروژه يا د ګازو د ليږدونې نل ليکه د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته وغوځول شي.
6 د یوې دقیقې څخه لږ