کابل باختر دمرغومي دولسمه :
په دايکنډي کې تيره شپه يوتن دچړې په ګوزارونوسره ووژل شو .
ددايکنډي ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر او سرپرست سمونوال محمد اصف شيرزي دباختراژانس خبريال ته وويل: ددايکنډي ولايت په مرکز پورې اړوند دشيش دکلي اوسيدونکې سيد مير ددوو تنو له خوا په مرموز ډول دچړې په ګوزارونوسره وژل شوى دى .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې ددغې پيښې په اړوند يوتن نيول شوى دى .
سميه ئيزو سرچينو ددغې پيښې انګيزه دقاتل او مقتول ترمنځ حقوقي اختلافونه بللې دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ