کابل/ باختر/ د کب د مياشتې ۷ مه
درې تنه ډار اچوونکي پرون په ننګرهار ولايت کې له پنځو وسلو او يوې اندازې مهماتو سره ونيول شول .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: په هغو چاڼيزو عملياتوکې چې د ننګرهار ولايت د دُربابا ولسوالۍ په کارکو ساحه کې ترسره شول؛ درې تنه ډار اچوونکي له څلورو کلاشينکوفونو، يوې تومانچې او يوې اندازې پوځي تجهيزاتو سره ونيول شول .
ده وويل چې په دې باب تحقيقات پيل شوي دي .
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ