سیاست

جمهورريیس غني: د جنګ پایته رسول او د پایدارې سولې تامین د افغانستان او امریکا مشترکه غوښتنه ده

کابل/ د سلواغې ٢٧مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني پرون ماسپښين په المان کې د مونیخ ۵۶ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د امریکا متحدو ایالاتو د سنا جرګې له یو شمېر استازو سره وکتل.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته ورکړ؛ په دې کتنه کې چې د امریکا د متحدو ایالتونو د سناجرګې د نظامي خدمتونو، چاپېریال ساتنې، فواید عامې، بانکدارۍ او ښارجوړولو او بودجې کمېټو ريیسانو هم حاضر وو، پر بېلابېلو مسایلو په ځانګړي ډول افغان سولې، د افغانستان او د امریکا د متحدو ایالتونو ترمنځ د ستراتېژیکو اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا او له افغانستان سره د دغه هېواد د ملاتړ د دوام په اړه بحث او خبرې وشوې.
دوی د سولې پروسې، د امریکایي ځواکونو دکمولو او پر وضعیت د هغه د اغېزو په اړه خپلې پوښتنې هم مطرح کړې.
جمهورريیس غني د تاوتریخوالي او جنګ ختمولو، د تروریستانو د امن ځایونو، اوربند او پایداره سولې ته د رسېدو په برخه کې چې د افغانانو غوښتنه ده، معلومات ورکړل.
جمهورريیس یو ځل بیا تروریزم افغانستان، د امریکا د متحدو ایالتونو او سیمې ته اصلي ګواښ وباله او د داعش پر ضد یې د افغانستان د مبارزې د یادولو پر مهال، د تروریزم پر ضد د ګډې مبارزې پر دوام ټینګار وکړ.
جمهورريیس غني څرګنده کړه: سوله د افغان دولت او ملت لومړیتوب دی.
هغه په ټینګار وویل: افغانان، د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو د پراختیا غوښتونکي دي او موږ د یوه شریک په توګه غواړو خپلې ستراتېژیکې اړیکې مخته یوسو او نه غواړو د اوږو بار واوسو.
جمهورريیس غني د دې په بیان چې له امریکا سره د مشارکت لپاره زموږ د خلکو غوښتنه صادقانه ده؛ وویل: افغانان تل د دغه ډول اړیکو غوښتونکي دي.
جمهورريیس د انکشافي برنامو په اړه هم په خپلو خبروکې وویل: حکومت د افغانستان د ځان بسیاینې لپاره پر برنامو کارکوي او په دې برخه کې د خلکو ملاتړ له ځانه سره لرو او غواړو په خپلو پښو ودرېږو.
د هېواد جمهوررييس د افغان دولت پر مالکیت او رهبرۍ پر سولې پروسې د ټینګار پر مهال د دغه بهیر ګواښونو او فرصتونو ته په اشارې وویل: موږ باید په دقیق ډول د دغې پروسې ګواښونه وپېژنو چې له کومې سترې ننګونې سره مخ نشو. د هر نوښت چې موږ سولې ته نږدې کوي، هرکلی کوو.
جمهوررييس غني وویل: د افغانستان اجنډا سیمه ییزې همکارۍ او د مرکزي آسیا له هېوادونو سره د ترانزیټ او سوداګرۍ پراختیا ده.
په دې کتنه کې امرالله صالح هم د طالبانو له لوري د افغانستان ملي امنیت ته د موجوده متوجه ګواښونو په اړه خپله ارزونه تشریح کړه او د طالبانو د ظرفیت او دا چې دوی څنګه او په کومو امکاناتو او بهرنۍ رهبرۍ دغه جګړه د افغانانو پر ضد مخته وړي، تفصیلي توضیحات وړاندې کړل.#
پاى / ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته