امنیت

په قندهار کې دوه طالبان د خپل ماين ښکار شول

 کابل / د وږي ۲۲ مه / باختر
دوه وسله وال طالبان په قندهار کې د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شول او يو بل يې ټپي شو.
دغو طالبانو غوښتل نن سهار په شاه ولي کوټ ولسوالۍ په يو واټ کې ماين ښخ کړي، چې ماين وچاودېد او دوى يې ووژل.
دځانګړو عملياتو قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې چاودنه کې دوه ماين ښخوونکي طالبان وژل شوي او يو بل يې ټپي شوى دى.
قول اردو زياته کړې ده چې طالبانو غوښتل د دغه ماين په ښخولو سره پر ملکي وګړو بريد وکړي، خو بريالي نه شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم- شکريه -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته