امنیت

په کامديش دطالبانوپه بريدکې پنځه تنه پوليسان ټپيان شول

کابل-باختر د زمري دمياشتې ٣:
پنځه تنه پوليسان په نورستان ولايت کې له وسله والو طالبانو سره د نښتې له بهيرکې ټپيان شول.
جګړه پرون ماښام هغه وخت رامنځته شوه چې وسله والوطالبانود کامديش دسرحدي ولسوالۍپه څوپوستوبريد وکړ.
د نورستان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمرمحمدفاروق باختر آژانس ته وويل چې د طالبانو په دغه بريدکې د پوليسو پنځه تنه سرتيري ټپيان شول.
ويل کيږي، وسله والوطالبانو ته هم ددغې يوساعته نښتې په بهيرکې د سر زيان اوښتى دى، خو دقيق شمېر يې نه دى معلوم.
د افغانستان په ختيځ کې د نورستان ولايت له پاکستان سره د درې سوشلو کيلومترو د ګډې پولې په لرلوسره تل د تروريستي ډلو دشتون او فعاليت ډګر دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته