کابل باختر د وري څلورمه :
دجوزجان ولايت ددرز اب ولسوالۍ دلرګيو دپلورنې په يو بازار کې داور لګيدنې له امله ددوو مليونو افغانيو تاوان واوښت .
دجوزجان دوالي وياند باختراژانس ته وويل چې دغه اور تيرماښام ددرز اب ولسوالۍ په مرکز کې دلرګيو د پلورنې په بازار کې ولګيد چې له امله يې دلرګيو دپلورنې او دترکانى پنځه دوکانونه له منځه لاړل او خاوندانو ته يې دکابو دوو مليونو افغانيو تاوان واوښت .
يوه اړونده خبرځاى وويل لګيدلې اور دخلکو په همکارى ووژل شو او علت يې لاتراوسه پورې څرګند نه دى او په دې برخه کې تحقيقات پيل شوي دى .
ختم_ ف _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ