کابل باختر دغبرګولي نولسمه :
دسرپل ولايت دصياد ولسوالۍ کې يوې نجلۍ پرون ځان وواژه .
دسرپل ولايت دښځو دچارو رياست مسوولينو ددغه خبر په تاييدولو سره باختراژانس ته وويل: دسرپل ولايت دصياد ولسوالۍ دالقاني قشلاق دکلي اوسيدونکې اوولس کلنې اراسته دخپل کوږدن دميړنې دخبرله اوريدو وروسته ځان وواژه .
ددغې نجلۍ کوږدن په ايران کې دکارپه وخت کې دبولدوزر په واسطه په يوه پيښه کې وژل شوى و .
0 د یوې دقیقې څخه لږ