کابل/ د چنګاښ ١٨مه / باختر
هلمند لپاره د طالبانو د پوځي کمېسيون مرستيال له نورو ٩ طالبانو سره ووژل شو.
مولوي حزب الله سجاد تېره شپه د لښکرګاه ښارختيځ کې د ترهګريزو فعاليتونو په ترسره کولو بوخت و چې له ځمکې او هوا پرې بريدونه وشول.
د هلمند يوې امنېتې سرچېنې له باخترآژانس سره په اړيکه کې د مولوي سجاد وژل کېدل تائيد کړ.
سرچېنې وويل: مولوي سجاد په هلمند کې له تېرو دوو کلونو را په دې د ناامنيو عامل و.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
\ ذ