امنیت

دملي دفاع وزارت وياند په طالبانو د اوازو دخپرولو تور ولګاوه

کابل باخترد لړم د مياشتې  ٢ :
دوسله والو طالبانو ډلې ادعا کړې ده چې ګنې   دهلمند ولايت په ناوې ولسوالۍ کې په خپلو تروريستي فعاليتونو کې يې د الوتونکو کمرو له تکنالوجۍ څخه  استفاده کړې ده.
دباخترآژانس  دخبرله مخې : وسله والو طالبانو ادعا کړې ده چې دهلمند ولايت په ناوې ولسوالۍ په يوه بريد کې يې   له کوادکوپتر يا دالوتونکو له دروبينونو څخه استفاده کړې ده.
دناوې ولسوالۍ په امنيې قوماندانۍ دځانمرګي بريد دبهير تصوير يې  له الوتونکو  دوربينونو څخه په استفادې سره اخيستي دي.
خو دملي دفاع وزارت مقامات ددغې موضوع په ردولوسره وايي چې وسله وال طالبان دخپل بايللي مورال دترميمولو په لټه کې دي.
دملي دفاع وزارت وياند تورنجنرال دولت  وزيري باخترآ ژانس ته وويل چې دښمن دخپل بايللي مورال  دبيا ترلاسه کولو په لټه کې دى.
دښمن په دې خاطر چې په خپلو  وروستيو ناکاميو پرده اچولې وي  ځينې  اوازې  چې ګنې دوى   دخپلو تروريستي بريدونو دترسره کولو په بهيرکې  دالوتونکو کمرو په ګډون  له پرمختللې تکنالوجۍ څخه استفاده کړې ده   خپرې کړې دي.
دملي اردو   قطعاتو او جزوتامونو تراوسه پورې دغه شان هوايي کمرې نه دي ليدلي  او تراوسه پورې دملي اردو ځواکونوله دغو کمرو څخه چې په عام بازار کې پلورل کيږي هيڅ راز  ګواښ نه دى احساس کړى.
دغه کمرې چې ددرون په نامه هم ياديږي بيه يې  په بازارونو کې له دوه زره امريکايي ډالرو څخه زيات نه دى  اوپه نورو هېوادونو کې له دغو کمرو څخه   دفلم  جوړولو په صنعت اوپه ورزشي لوبو کې استفاده کيږي.
ددغه شان کمرو دالوتنې توان هم بيخې کم دى  او آن  کيداى شي  دعادي وسلو په واسطه  پرې بريد وشي.
دغه شان کمرې ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو ته هيڅ راز ګواښ نه متوجه کوي.
وزيري وويل ؛ دملنډو  وړ موضوع دا ده چې   تروريستان  له دغه شان کمرو په واسطه  غواړي خپل بايللي مورال بيا ترلاسه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته